کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرو ښځو فعاليت د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز لري

1 عقرب 1401 ساعت 10:56

په شمال کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیاله وايي: له حکومته غوښتنه کوو چې د کارګرو ښځو د ملاتړ او مسلکي سوداګرۍ لپاره دې د امنیت ټینګښت او عملي ګامونه پورته کړي. ځکه مسلکي سوداګرې ښځې د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز کولای شي.


آوا - مزارشریف: راحله یوسفی؛ د مزارشريف ښار يوې سوداګرې مېرمنې او د خوراکي توکو د يوه شرکت مسؤلې د آوا له خبريال سره په مرکه کې وويل: دغه کمپلکس چې رستورانتونه، د خوراکي توکو توليد او صنايع په کې شامل دي، زما په شخصي لګښت پرانيستل شو او زما هڅونه دا ده چي د ځان لپاره کار پیدا کړم او د نورو ښځو لپاره کار پیدا کړم.
 
هغه وویل: دا کار مې د دې لپاره پیل کړی، چې د نورو ښځو لپاره هم د هڅونې لامل شي او هغوی هم د عاید د پیدا کولو او د کار د پیدا کولو په برخه کې د اقدام کولو جرئت ولري او دا ټولګه د ښځو لپاره ده. ځکه چې په ښار کې ښځې د هوساینې احساس لپاره ځانګړي ځای ته اړتیا لري.
 
مېرمن يوسفي زياته کړه، چې ښځې د ټولنې نيمه برخه ده او د ټولنې په ټولو برخو کې د شرعي احکامو په رعايتولو سره کولاى شي له نارينه وو سره څنګ په څنګ کار وکړي او مېرمنې کولاى شي د کور په مرسته او يا لږ تر لږه د کار له لارې د ځان لپاره بسنه وکړي.
 
په شمال کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیالې محبوبې زمانې د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل:«موږ له حکومت څخه غواړو چې امنیت تامین کړي او د کارګرو ښځو او مسلکي سوداګرۍ د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي. ځکه مسلکي سوداګرې ښځې د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز کولای شي.
 
د بلخ ولايت د صنايعو او کانونو د خونې مشر امام الدين سناييزاده هم وايي، چې له بده مرغه د ښځو د صنايعو او توليداتو د پلور بازار کم شوى دى. په هرصورت، موږ په ټول توان سره د ښځینه متشبثینو ملاتړ کوو او د بلخ ولایت د صنایعو او کانونو په خونه کې له ښځو څخه د غړیتوب هیڅ فیس نه اخیستل کیږي او ټول خدمتونه یې وړیا دي.
 
د بلخ ولایت د صنایعو او کانونو خونې مشرې ټولو ښځینه متشبثینو ته ډاډ ورکوي چې حکومت او د صنایعو او کانونو خونه به د ښځینه متشبثینو په ملاتړ کې هیڅ ډول دریغ ونه کړي او هغوی به وکولای شي په خوندي توګه خپل کار ترسره کړي.
 


د مطلب کود: 260038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260038/د-سوداګرو-ښځو-فعاليت-هېواد-پر-اقتصاد-مثبت-اغېز-لري

آوا
  https://www.avapress.com