د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو او امو سیند ته د غورځېدو له امله ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امو په سیند کې موټر چپه شوی چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي دي
2 عقرب 1401 ساعت 9:53
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو او امو سیند ته د غورځېدو له امله ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
آوا: د بدخشان د اطلاعاتو کلتور رئیس معیز الدین احمدی آوا ته وویل: دغه پیښه د خواهان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امو سیند ته د سراچه ډوله موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، د دې پېښې د قربانيانو په منځ کې دوه مېرمنې او دوه ماشومان هم شامل دي، چې تر اوسه له سمندر نه را ايستل شوي دي.
نوموړی د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې تجربې او له موټر چلولو سره نه بلدتیا په ګوته کوي.
د مطلب کود: 260061