دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 260094
کاظمي قمي په قم کې د کډوالو له مشرانو سره وکتل /په ایران کې ۵۲۰ زره افغان محصلین په زده کړو بوخت دي
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د قم ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان کډوالو سره وکتل. ښاغلي قمي په دې کتنه کې وویل چې یوازې قم ښار کي ۲۵۰ زره افغان کډوال اوسیږي او دا مهال ۵۲۰ زره افغان زده کوونکي د ایران په ښوونځیو کې زده کړې کوي.
افغان غږ خبری آژانس: حسن کاظمی قمی په یوه ټویټ کې قم ښار ته د خپل سفر او له افغان مهاجرینو سره د کتنې خبر ورکړی دی.
 
د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وویل: قم ته د خپل ځانګړی سفر په لړ کښې ما د قم له محترم والی او د المصطفی پوهنتون د چارواکو په شمول د کډوالو د مسئلې په هکله له چارواکو سره یو لړ دوستانه او هڅونکې غونډې وکړې.
 
ښاغلي قمي زیاته کړه چې په دغه سفر کې د افغان کډوالو د تعلیم، کارموندنې او له عامه خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې په برخو کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.
 
د افغانستان په چارو کښې د ایران خاص استازی څرګنده کړه: قم ولایت د څه دپاسه ۲۵۰ زره مهاجرینو په منلو سره د مهاجرینو د منلو له مهمو ولایتونو څخه دی او په دغو کتنو کښې په مهمو اقتصادی، کلتوری او نورو فرصتونو باندې تاکید او هرکلے وشو، هیله ده د بنسټونو د همکارۍ په دوام سره ساتونکې او پرمختللې مهاجره ټولنه خنډونه لرې کوي او فرصتونه ښه کوي.
 
کاظمي قمي همداراز له مهاجرینو سره په کتنه کې وویل چې دا مهال ۵۲۰ زره افغان زده کوونکي د ایران په ښوونځیو کې زده کړې کوي.
 
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړی استازی بابیان په دې خبرې سره چې ایران په سیمه کښې د مهاجرینو تر ټولو دوست هیواد دی زیاته کړه: په سیمه کښې هیڅ یو هیواد حتی پاکستان هم د مهاجرینو د منلو لیوالتیا او ظرفیت نه لری. د ایران اسلامي جمهوریت او هیڅ هیواد د افغانستان له تحولاتو څخه د ایران په څیر اغیزمن نه دی.
 
https://avapress.com/vdcgyz9xtak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته