دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 260100
په بامیان کې د سیرت النبی په نوم د کتاب لوستلو سیالي ترسره شوه
د باميان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولايت د سلګونو نجونو او هلکانو په ګډون د سيرت النبي تر سرليک لاندې د کتاب لوستلو سيالي جوړه کړه.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی سیف الرحمن محمدی وایی چې په دې سیالیو کې څه باندې زرو کسانو نوم لیکنه کړې او تر ۴۰۰ زیاتو کسانو برخه اخیستې ده.
 
د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس د دغه سيالۍ د ترسره کولو موخه د کتاب لوستلو د کلتور دودول او د اسلام د ګران پيغمبر د ژوند په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړول وبلل او ويې ويل: موږ ټول مسلمانان يو او بايد د اسلامي کلتور او دودونو په اړه معلومات او پوهاوی ولري.
 
په دې سیالیو کې تر سلو زیاتو ښځو برخه اخیستې ده. دغو میرمنو د اسلامي امارت له چارواکو څخه غوښتي چې د نجونو لپاره دې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو زمینه برابره کړي.
 
د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس وايي، د کتاب لوستلو د نننۍ سيالۍ موضوع د پېغمبر اکرم سيرت دى، چې د پېغمبر د زوکړې په مناسبت جوړه شوې وه.
 
د هغه په ​​وينا، د دې سياليو پايلې به په دوو ورځو کې اعلان شي او ٢٠ هغو کسانو ته به جايزې ورکړل شي، چې لوړې نمرې يې ترلاسه کړې وي.
 
د غونډې ګډونوالو بیا هم د دې سیالۍ د ترسره کیدو هرکلی وکړ او دا یې د کتاب لوستلو د کلتور د ودې او زده کړو ته د ځوانانو د هڅولو په برخه کې ګټوره وبلله.
 
د غونډې ګډونوال محمد وايي، د دا ډول سیالیو په جوړولو سره د ځوانانو ترمنځ سالمه سیالي رامنځته کېږي او د دوی د پوهاوي او معلوماتو کچه هم لوړوي.
 
https://avapress.com/vdce778w7jh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته