دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 260103
په سمنګان کې له غاصبینو څخه د ۱۵ زره جریبه ځمکې بیرته راګرځول شوي
د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر پیل کړی او وايي چې د دغه ولایت په یوه ولسوالۍ کې ۱۵ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته نیول شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان د والي مالي او اداري مرستیال احمد خان خادم نن سې شنبه (عقرب ۳) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: موږ د څو دولتي ادارو په ګډون یو کمیسیون لرو چې د ۵۰ ورځو په موده کې غصب شوې ځمکې د حضرت سلطان ولسوالۍ له غاصبینو بېرته ونیول شوې.
 
د هغه په ​​وينا، له يادو شويو ١٥زره جريبه ځمکې څخه لس زره جريبه يې واښه او پاتې نور يې د استوګنې سيمې دي، چې له څو کلونو راهيسې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.
 
د سمنګانو د والي مالي او اداري مرستيال زياته کړه چې د دغه ولايت اويا سلنه دولتي ځمکې د جمهوري رياست پر مهال د وسله والو له خوا غصب شوې او غاصبين د قانون منګولو ته پاتې دي.
 
خادم وايي، د دولتي ځمکو د لېږد کمېسيون اوس هڅه کوي، چې د سمنګان ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ، بيا مرکز او نورو ولسواليو ټولې غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه کړي.
 
نوموړي څرګنده کړه، چې د استوګنې سيمې به له بېرته ستنېدو وروسته بېوزله خلکو ته په کرايه ورکول کېږي او پيسې به يې د دولت خزانې ته ځي.
 
که څه هم د سمنګان د والي مالي او اداري مرستيال په دغه ولايت کې د غصب شويو ځمکو کره شمېره په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل، چې په دغه ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې او پر غاصبينو پلورل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdchvvnix23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته