دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 260141
مجاهد له هنیه سره په کتنه کې: موږ د فلسطین له مقاومت څخه ملاتړ کوو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنه کې له فلسطین څخه د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ او د فلسطین مسئله یې د ټول امت مسئله وبلله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (عقرب ۴) د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او ورسره پلاوي د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره وکتل.
 
 په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او فلسطین پر حالاتو خبرې وکړې.
 
 د افغانستان استازو د فلسطین او الاقصی مسئله د ټول ملت مسئله وبلله او د اسرائیلو د صهیونیسټی رژیم په وړاندې یې د فلسطینیانو له استقامت څخه ملاتړ وکړ.
 
دا په داسې حال کښې دی چې د فلسطین د فوځ د قومندان له وژل کیدو وروسته په لویدیځه غاړه کښې اعتراضونه زیات شوی دی او د صهیونیسټ رژیم ځواکونه په پوره تیارۍ کښې دی.
 
په همدې حال کې د هنګري نوي لومړي وزیر په رسمي توګه اعلان وکړ چې ختیځ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه نه پیژني او د دغه هېواد سفارت به په تل آویو کې پاتې شي.
 
په عین حال کښې د فلسطین په لویدیځه غاړه کښې حالات کړکیچن دی او د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو او د فلسطینی ځوانانو او د نیواکګرو عسکرو ترمینځ په وروستیو نښتو کښې په لسګونو فلسطینی ځوانان شهیدان او ژوبل شوی دی .
 
https://avapress.com/vdcjxye8vuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته