په ملګرو ملتونو کې د ناروې نمایندګۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان پر مسئلې د تمرکز د نړیوالې غونډې د جوړېدو اعلان کړی دی.
افغانستان به د ناروې د غونډې موضوع وي
4 عقرب 1401 ساعت 13:22
په ملګرو ملتونو کې د ناروې نمایندګۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان پر مسئلې د تمرکز د نړیوالې غونډې د جوړېدو اعلان کړی دی.
آوا: په خبرپاڼه کې راغلي چې تمه ده په دې غونډه کې د افغانستان پر سیاسي وضعیت د تړلو دروازو تر شا خبرې وشي.
په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفیرې مونا جول د افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
اغلې جیول وویل: "هغه دلیل چې موږ غړي په دې ډول سره راولو یو د سیاسي وضعیت په اړه غیر رسمي او انتقادي بحثونه او د امنیت شورا څنګه کولی شي د ملګرو ملتونو د ماموریت سیاسي اړخونه په غوره توګه اداره کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د ناروې د ناستې په ګډون په ټولو غونډو کې باید د افغانانو د وضعیت د ښه والي او له هېوادوالو سره د مرستې په اړه خبرې وشي.
ښاغلي کریمي وویل: ټولې هغه غونډې چې په هر هېواد کې ترسره کېږي او د افغانستان پر مسئلې بحث کېږي، د افغانانو هیله دا ده چې له افغانانو سره مرسته او همکاري وشي او شته ستونزې به له لارې هوارې شي.
یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د دا ډول غونډو جوړول د افغانستان د سیاسي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولای شي.
په هغې خبرپاڼه کې چې ملګرو ملتونو ته د ناروې د پلاوي له خوا توزیع شوې، راغلي چې دغې غونډې ته د ملګرو ملتونو پنځه نوي غړي بلل شوي دي.
تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا هم وینا وکړي.
د مطلب کود: 260152