دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 260261
د علماوو شورا د شاهچراغ شیراز تروریستي پېښه وغندله
د افغانستان د شیعه علماوو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د چهارشنبې په ورځ (د عقرب ۴ مه) د ایران د شیراز ښار د شاه چراغ په زیارت کې د داعش ترهګرې ډلې د تروریستي برید په ترڅ کې چې له امله یې ۱۵ تنه زیارت کوونکي شهیدان شول، په کلکو ټکو غندي. هغه مسلمانانو ته د اتحاد او خواخوږۍ بلنه ورکوي او زیاتوي، چې د افغانستان مسلمان ملت د ترهګرۍ ځپلو هېوادونو درد په خپل غوښې او پوستکي درک کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د شاهچراغ پېښې په تړاو د افغانستان د شیعه علماوو شورا د اعلامیې بشپړ متن په لاندې ډول دی:
 
بسم الله الرحمن الرحیم
وَمَا نَقَمُواْ مِنْهُمْ إِلَّآ أَن يُؤْمِنُواْ بِٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَمِيدِ.  البروج/ ۸
تروريزم او شيطاني وسايل او فکر د تاوتريخوالي او ظلم تر ټولو ناوړه او دردناکه طريقه ښيي، چې مسلمانان يې د تاريخ په اوږدو کې په تېره بيا په وروستيو کلونو کې تر ټولو زيات ځپلي دي.
 
دا ناوړه پدیده چې اکثرا د سیاسي لاسونو او جریانونو تر شا وي، د ناپوهو او ناروغو خلکو لخوا غوړیږي او قربانیان یې بې ګناه خلک دي.
 
د افغانستان مسلمان ولس چې کلونه کلونه له دې ناوړه پدیدې سره لاس او ګریوان دي، د ترورېزم ځپلو ولسونو درد او کړاو په خپلو غوښو او پوستکي درک کوي.
 
دا ناوړه عمل او فکر د ټولو ازادو خلکو او انساني او الهي مکتبونو په ځانګړې توګه د اسلام له خوا غندل شوی او رد شوی دی.
 
د چهار شنبې په ورځ (۴/۸/۱۴۰۱) د ایران په شیراز ښار کې د احمد بن موسی (ع) په زیارت کې چې په «شاه چراغ» مشهور دي، تروریستي پېښه وشوه چې په نتیجه کې یې لسګونه بې ګناه مسلمانان چې په عبادت بوخت وو، شهیدان او ټپیان کړل.
 
د افغانستان د شیعه علماوو شورا دغه ترهګریز عمل په کلکه غندي، د دغه سپېڅلي زیارت د زیارت کوونکو په شهادت د ایران ټول مسلمان ملت او په ځانګړې توګه د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایي او د شهیدانو کورنیو ته یې د فردوس جنت غوښتنه کوو، ټپيانو ته عاجله او کامله شفاء او له موقع څخه په استفادې سره يو ځل بيا د نړۍ مسلمانانو ته بلنه ورکوو چې هوښيار واوسي، همغږي او خواخوږي وکړي.
 
https://avapress.com/vdccexqis2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته