کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا اوکراین ته خپلې نوې پوځي مرستې لیږي

9 عقرب 1401 ساعت 11:47

د امریکا د دفاع وزیر په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې هېواد یې له اوکراین سره د مرستې لپاره یوه نوې پوځي بسته استولې ده. ویل کیږي چې په دې مرستو کې د ټانک ضد سیسټمونه، لارښود توغندي، د سټار لینک سټلایټ مخابراتي وسایل او نور پوځي تجهیزات شامل دي.


آوا: د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۳۰) په یوه ټویټ کې لیکلي چې هېواد یې د اوکراین د سمدستي او اوږدمهاله امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
 
ښاغلي آسټین وویل چې اوکراین ته د متحده ایالاتو د وسلو په نوې کڅوړه کې هغه سیسټمونه او تجهیزات شامل دي چې د اوکراین اردو کولی شي د خپل هیواد د دفاع لپاره وکاروي.
 
د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه هېواد د مرستو په نوې بسته کې د دقیقو لارښوونکو توپونو، د زغره والو ضد او له لرې واټن څخه د ماینونو د سیستم مرمۍ، زغره وال سیسټمونه، د ټانګ ضد او څو هدفه وسلې او وړې وسلې شاملې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، هسپانیه اوکراین ته د هاک (HAWK) هوايي دفاعي لانچر او جرمني IRIS-T هوايي دفاعي سیسټم ورکوي.
 
اوکراین له اتو میاشتو راهیسې د روسیې د یرغل پر وړاندې ولاړ دی او له ځانه دفاع کوي.
 
د امريکا په مشرۍ لويديځ هېوادونه د دغه يرغل پر وړاندې د اوکراين له اصلي مرسته کوونکو څخه دي.
 


د مطلب کود: 260351

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260351/امریکا-اوکراین-ته-خپلې-نوې-پوځي-مرستې-لیږي

آوا
  https://www.avapress.com