دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 260366
مولوي حنفي د ټرانسپورټي شرکتونو او سوداګرو ترمنځ د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه
د رئیس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د خصوصي ترانسپورتي شرکتونو له استازو سره په کتنه کې له هغوى وغوښتل چې د هېواد له سوداګرو او سوداګريزو شرکتونو سره لا زياتې همکاري وکړي او د هغوى د ستونزو په حل کې دې ورسره همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: ارګ تېره شپه (یکشنبه، عقرب ۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د اجرائیه ریاست اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د خصوصي سکتور له یو شمېر چارواکو او استازو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د اسلامي امارت مشرتابه د خپل ګران ولس د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کړې او له پانګوالو سره هر اړخیزه مرسته کوي.
 
خبرځاى زياته کړه: د دغه وزارت اداري مرستيال د هغوى د ستونزو د حل او د زياتو اسانتياوو د رامنځته کولو د ډاډ ورکولو ترڅنګ د ترانسپورتي شرکتونو مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې په سوداګريزو شرکتونو کې شته تشې او ستونزې په ګوته او حل کړي.
 
د خصوصي ترانسپورتي شرکتونو مسؤلینو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې د حل غوښتنه وکړه.
 
دوی ویلي دي چې ټرانسپورټي شرکتونه د خلکو او د اسلامي امارت د نظام تر منځ د پله په توګه کار کوي او د دغو شرکتونو مالکانو په دې برخه کې پراخه پانګونه کړې او ګڼو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
 
https://avapress.com/vdciquarqt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته