کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال د مقاومت په عملیاتو کې ۴۴۵ صهیونیسټان وژل شوي او ټپیان شوي دي

10 عقرب 1401 ساعت 10:22

د فلسطین د اطلاعاتو مرکز «معطي» په لویدیځه غاړه او اشغال شوی بیت المقدس کې د صهیونیسټانو پرضد د مقاومت د عملیاتو پراخیدو ته په اشارې سره، د روان کال په دغو عملیاتو کښې د ۲۵ صهیونیسټانو د وژل کیدو او د ۴۲۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ.


آوا: د فلسطین د استخباراتو مرکز (معطي) د روان کال له پیله د صهیونیسټانو پرضد د مقاومت په عملیاتو کښې د پام وړ زیاتوالی اعلان کړ.
 
د دغه مرکز د اعلامیې له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه د مقاومت د عملیاتو څه باندې لس زره پېښې ثبت شوې دي، چې په دغو عملیاتو کې ۶۳۹ ډزې، ۳۳ د سړو وسلو حملې او ۱۳ د موټرو د چلولو پېښې شاملې دي. ۲۵ صهیونیسټان او د رژیم پوځیان وژل شوي، یو صهیونیسټ وژل شوی او شاوخوا ۴۲۰ نور ټپیان شوي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې بې ساری دی.
 
د «رای الیوم» ورځپاڼې د راپور له مخې، په تېر سپټمبر میاشت کې د ۷۵ ډزو په ګډون ۸۳۳ مقاومتی عملیات ثبت شوی، چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او ۴۹ نور ټپیان شوی دی.
 
د تېر اګست په میاشت کې د اشغال شوې لویدیځې غاړې او قدس په سیمو کې د مقاومت عملیات زیات شوي او د ۷۳ ډزو په ګډون ۸۳۲ مقاومتي عملیات ثبت شوي چې په ترڅ کې یې یو عسکر وژل شوی او ۲۸ تنه ولسي وګړي او یو عسکر ټپیان شوي دي.
 
د دغه رپوټ له مخې په جولای میاشت کښې په لویدیځه غاړه کښې ۵۸۸ مقاومتی عملیات وشول او ۱۸ صهیونیسټان ژوبل شول او فلسطینی وسله والو د غاصب رژیم په هدفونو ۴۴ ځله ډزې کړې.
 
د جون په میاشت کې د مقاومت د عملیاتو ۶۴۹ پیښې ثبت شوي او ۲۶ صهیونیسټان ټپیان شوي دي، په می میاشت کې څلور سرتیري او یو تن میشته وژل شوي او ۵۱ تنه ټپیان شوي دي.
 
همدارنګه د فبرورۍ په میاشت کې ۸۳۵ مقاومتي عملیات ترسره شوي چې په کې د ۵۲ تصفیوي عملیاتو په ګډون ۲۷ تنه عسکر او ځای پر ځای شوي کسان ټپیان شوي او په دې سربیره په جنورۍ میاشت کې ۱۳ تنه ولسي پاڅون کوونکي او یو سرتیری ټپیان شوي او د ۲۸ شوبلو عملیاتو په ګډون ۶۲۳ مقاومتي عملیات ثبت شوي دي.
 


د مطلب کود: 260385

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260385/سږ-کال-د-مقاومت-په-عملیاتو-کې-۴۴۵-صهیونیسټان-وژل-شوي-او-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com