کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: سږ کال په ټوله نړۍ کې تر ۷۰ ډېر خبریالان وژل شوي دي

11 عقرب 1401 ساعت 12:25

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په یوه ټویټ کې ویلي، چې سږ کال په ټوله نړۍ کې تر ۷۰ ډېر خبریالان په ټولنه کې د مهم رول له امله وژل شوي دي.


آوا: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپل ټوېټر لیکلي چې سږ کال تر ۷۰ زیات خبریالان په ټولنه کې د خپل مهم رول له امله وژل شوي دي.
 
ګوټرش زیاته کړه چې د دغو جرمونو ډیری قضیې نه دي څیړل شوي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې د معافیت موجوده کلتور باید پای ته ورسېږي څو خبریالان وکولای شي خپل لومړنی ماموریت ترسره کړي.
 
په تازه پېښه کې درې ورځې وړاندې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان موټر د لاريونونو د پوښښ پر مهال يو پاکستاني خبريال ته ورغلی و.
 


د مطلب کود: 260442

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260442/ملګري-ملتونه-سږ-کال-په-ټوله-نړۍ-کې-تر-۷۰-ډېر-خبریالان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com