دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 260442
ملګري ملتونه: سږ کال په ټوله نړۍ کې تر ۷۰ ډېر خبریالان وژل شوي دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په یوه ټویټ کې ویلي، چې سږ کال په ټوله نړۍ کې تر ۷۰ ډېر خبریالان په ټولنه کې د مهم رول له امله وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپل ټوېټر لیکلي چې سږ کال تر ۷۰ زیات خبریالان په ټولنه کې د خپل مهم رول له امله وژل شوي دي.
 
ګوټرش زیاته کړه چې د دغو جرمونو ډیری قضیې نه دي څیړل شوي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې د معافیت موجوده کلتور باید پای ته ورسېږي څو خبریالان وکولای شي خپل لومړنی ماموریت ترسره کړي.
 
په تازه پېښه کې درې ورځې وړاندې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان موټر د لاريونونو د پوښښ پر مهال يو پاکستاني خبريال ته ورغلی و.
 
https://avapress.com/vdcdoz0xxyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته