دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 260461
پاکستانی، افغان او بنګالی غیر مسلمانان د هند تابعیت ترلاسه کوی
د هند حکومت پریکړه کړې چې د ګجرات په دوو سیمو کې میشتو کډوالو ته تابعیت ورکړي، چې ډیری یې د افغانستان، بنګله دیش او پاکستان اتباع دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هند د کورنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۳۱) خپره شوه، ویل شوي چې د هند په آناند و مهسانا سیمو کې هندوان، سکهان، بودا، جین، پارسي او عیسویان ژوند کوي. د ۱۹۵۵ میلادي کال د تابعیت قانون  پراساس د هندي تابعیت لپاره راجسټریشن ته اجازه ورکوي.
 
د راپورونو له مخې، دغو کسانو ته به د هند د تابعیت قانون ۱۹۵۵ د ۶ برخې او همدارنګه د دې هیواد د تابعیت قانون ۲۰۰۹ د احکامو مطابق تابعیت ورکړل شي.
 
د هند د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هغه غیر مسلمان چې د ګجرات په آناند او مهسانا کې ژوند کوي، چې غواړي د هند د تابعیت له حق څخه برخمن شي، خپل غوښتنلیکونه دې آنلاین وسپاري.
 
دا غوښتنلیکونه به د ترلاسه کونکو لخوا تایید شي او بیا به مرکزي حکومت ته چمتو شي.
 
د هند د کورنیو چارو وزارت خبرتیا دا هم زیاته کړې چې د ټولې پروسې له بشپړیدو وروسته به هغه افسران چې غوښتنلیکونه ترلاسه کوي غوښتونکو ته به د راجسټریشن یا د هند تابعیت سند ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې یو شمېر هندي اتباعو د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش غیر مسلمانانو ته د تابعیت ورکولو په تړاو د کورنیو چارو وزارت پر اقدام اعتراض کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcep78wzjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته