کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه افغانستان ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې/ اسلامي امارت د غونډې د جوړیدو هرکلی کړي

14 عقرب 1401 ساعت 13:10

ټاکل شوې د عقرب میاشتې په پای کې د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب په مسکو کې د سیمې د ګاونډیو او هېوادونو په ګډون غونډه جوړه شي، خو اسلامي امارت په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.


آوا: د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، دا غونډه به یوازې د افغانستان د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ جوړه شي.
 
د «طاس» خبري اژانس د راپور له مخې، دا غونډه د مسکو په چوکاټ کې د تېرو غونډو تسلسل دی، په دې توپیر سره چې په تېرو غونډو کې د اسلامي امارت استازو ګډون کړی و.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې که څه هم له دوی سره د غونډې په اړه وروستي معلومات نه دي شریک شوي، خو دوی یې د ترسره کیدو هرکلی کوي.
 
ښاغلي مجاهد وویل: موږ د دې غونډې هرکلی کوو چې د افغانستان په مسایلو کې همکاري کوي او د هغو مسایلو هرکلی کوو چې د افغانستان د وګړو او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
د ښاغلي کابلوف په وینا، روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د دې غونډې د ګډونوالو په ډله کې دي.
 
په مسکو کې په تېرو ناستو کې د افغانستان پر امنیتي، بشري، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو خبرې شوې دي.
 
د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د تېرو غونډو ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، د نجونو ښوونځي پرانیزي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
 


د مطلب کود: 260539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260539/روسیه-افغانستان-ته-د-مسکو-په-غونډه-کې-ګډون-بلنه-نه-ده-ورکړې-اسلامي-امارت-غونډې-جوړیدو-هرکلی-کړي

آوا
  https://www.avapress.com