کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د ورښت د هوا پېژندنې ادارې خبرداری

14 عقرب 1401 ساعت 16:25

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، واورو او سېلابونو احتمال اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د دغه ریاست نن سه شنبه د عقرب ۱۴ مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردک، غزنی، اروزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او د سالنګ په ګډون هغه ولایتونه دي چې د سختو بارانونو، واورو او سېلابونو د ورېدو احتمال شته.
 
د اعلامیې له مخې په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له (۱۰ تر ۳۰) ملي مترو د واورې د اورښت اټکل شوې ده.
 
د هوا پېژندنې ادارې دوه ورځې وړاندې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی و.
 


د مطلب کود: 260559

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260559/د-هېواد-په-۱۹-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سېلابونو-ورښت-هوا-پېژندنې-ادارې-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com