دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 260559
د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د ورښت د هوا پېژندنې ادارې خبرداری
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، واورو او سېلابونو احتمال اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست نن سه شنبه د عقرب ۱۴ مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردک، غزنی، اروزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او د سالنګ په ګډون هغه ولایتونه دي چې د سختو بارانونو، واورو او سېلابونو د ورېدو احتمال شته.
 
د اعلامیې له مخې په بېلابېلو ځایونو کې د اورښت اندازه له (۱۰ تر ۳۰) ملي مترو د واورې د اورښت اټکل شوې ده.
 
د هوا پېژندنې ادارې دوه ورځې وړاندې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی و.
 
https://avapress.com/vdccpxqio2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته