کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مس عینک کان ته د برېښنا رسولو تړون له یوه چینايي شرکت سره لاسلیک شو

14 عقرب 1401 ساعت 16:56

د هېواد د کانونو سرپرست وزیر وايي، په لوګر ولایت کې د مس عینک کان د استخراج لپاره د برېښنا د برابرولو په موخه د بامیان ولایت د ډبرو سکرو د کان د استخراج قرارداد له چینايي کمپنۍ (MCC) سره لاسلیک شوی دی.


آوا: د سرپرست حکومت د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور وايي، د بامیان ولایت د ډبرو سکرو د کان د استخراج قرارداد یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شوی، چې د (مس عینک) کان د برېښنا د برابرولو لپاره یې کار پیل کړی دی.
 
دلاوري په دې اړه زياته کړه: د څلور سوه ميګاواټه برېښنا د توليد لپاره د باميانو د ډبرو سکرو کان د (MCC) په نامه يوې چينايي کمپنۍ ته ورکړل شوى دى.
 
هغه زیاته کړه: د دغه کان استخراج، اکتشاف، تولید او ټولې چارې باید په افغانستان کې ترسره شي.
 
د اسلامي امارت د کانونو وزیر د لرغونو اثارو شتون د عینک د مسو کان د پروژې د ځنډیدو لامل وباله او یادونه یې وکړه چې د پروژې د پیل لپاره له چینايي شرکت سره خبرې روانې دي.
 
د کانونو وزارت سرپرست وايي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد کانونه په غیر قانوني ډول استخراج کړي.
 


د مطلب کود: 260565

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260565/د-مس-عینک-کان-ته-برېښنا-رسولو-تړون-له-یوه-چینايي-شرکت-سره-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com