کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مسکو ناستې په اړه د بهرنیو چارو وزارت نیوکه/ دا ډول غونډې له اسلامي امارت سره اړیکې خرابوي

15 عقرب 1401 ساعت 11:11

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اسلامي امارت د چارواکو له شتون پرته د مسکو ناستې پر ترسره کیدو نیوکه کوي، خو د دغه ډول غونډو جوړیدل یې نیمګړي او پر اړیکو د منفي اغیزو لامل بولي.


آوا: ښاغلي بلخي تېره شپه (عقرب ۱۴) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دا ډول ناستو کې د افغان حکومت نه ګډون په تعامل منفي اغېز کولای شي.
 
د هغه په ​​وينا، افغانستان اوس يو خپلواک، مسؤل او مشروع حکومت لري او توانېدلي چې په ټول هېواد کې امنيت تامين کړي، د پولو ساتنه وکړي او له ګاونډيو هېوادونو، سيمې او نړۍ سره په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو کې رغنده تعاملات ولري.
 
په دغه اعلاميه کې هغه د روسيې د ملي امنيت د شورا د منشي نيکولاى يتروشيف هغه ادعا هم رد کړه، چې ويلي يې و، امريکا د خپلو جيو پوليټيکو موخو لپاره اسلامي امارت جوړ کړی دی.
 
بلخي وويل، چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته اسلامي امارت هغه ډله وه، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د خلکو له منځ څخه راپورته شوه او په هېواد کې يې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره مبارزه وکړه.
 
هغه زياته کړه چې دې ډلې په ١٩٩٠ لسيزه کې له قبايلي سلطنتونو سره له اوږدې مبارزې او بيا د بهرني اشغال په له منځه وړلو کې برياليتوب ترلاسه کړى دى.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په نولسمه لسیزه کې له کورنیو جګړو وروسته د ملا عمر په مشرۍ رامنځته شو.
 


د مطلب کود: 260579

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260579/د-مسکو-ناستې-په-اړه-بهرنیو-چارو-وزارت-نیوکه-دا-ډول-غونډې-له-اسلامي-امارت-سره-اړیکې-خرابوي

آوا
  https://www.avapress.com