دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 260599
د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو باندې د امریکايي کانګرس د غړي ټینګار
د امریکا د کانګرس یوه غړي ویلي، که اسلامي امارت د بشري حقونو مسلو ته پام وکړي او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي، د دوی حکومت باید په رسمیت وپېژندل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د کانګرس غړی پیټر مایر وایی، که اسلامی امارت د بشری حقونو او له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په برخه کې نرمښت وښیی، باید تسلیم شی.
 
ده د خپل هېواد په اړه د يوې انتقادي پوښتنې په کولو سره له امريکايي حکومت څخه پوښتنه وکړه چې ولې يې تر اوسه د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړيکې نه دي نيولي؟
 
د امریکا د کانګریس دغه غړي ویلي چې هیواد یې باید دا ومني چې په افغانستان کې له اسلامي امارت پرته بل حکومت نشته.
 
پیټر مایر د اسلامي امارت له حکومت سره د امریکا د بې اتفاقۍ د پایلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو څه باندې یو کال تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
https://avapress.com/vdcgyz9xyak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته