دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 260633
کارپوهان: د افغانستان له حضور پرته به د مسکو غونډه اغېزمنه نه وي
سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې د کابل د حکومت له استازو پرته د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د هر ډول غونډې جوړول نیمګړي او بې ګټې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیاسي چارو کارپوه محمد ضیا رضازاده له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان د ستونزو د حل په موخه جوړې شوې نړیوالې او سیمه ییزې غونډې د افغانانو له شتون پرته نیمګړې دي او هیڅ اغیز نه لري.
 
دغه سیاسي کارپوه وویل، له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، د افغانستان د ستونزو د حل په موخه څو سیمه ییزې ناستې ترسره شوې، خو دا چې افغانان نه دي رابلل شوي، د افغانستان ستونزې ناحل پاتې دي.
 
هغه زیاته کړه: په نړیوالو او سیمه ایزو ناستو کې د افغانانو نه شتون د زیاتو ستونزو لامل کیږي، ځکه هر هیواد د خپلو ګټو د پوره کولو لپاره په افغانستان کې دی.
 
رضازاده ویلي، چې د افغانانو له شتون پرته د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د هر ډول غونډې جوړېدل بې ګټې او بې مانا دي.
 
 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د عقرب په ۱۵مه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه د مسکو بڼه د اسلامي امارت د استازو له شتون پرته نیمګړې ده.
 
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې له نېکه مرغه افغانستان اوس یو خپلواک، مسوول او مشروع حکومت لري او توانېدلی چې په ټول هېواد کې امنیت تامین کړي. د پولو ساتنه او له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې رغنده تعامل.
 
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې په دا ډول غونډو کې د افغان حکومت نه ګډون له نړۍ سره پر تعامل منفي اغېز کولی شي.
 
د يادونې ده، چې د مسکو په غونډه کې به د روسيې، چين، هند، ايران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون وکړي. روسي چارواکو ویلي دي چې په دې غونډه کې طالبان نه دي بلل شوي.
 
https://avapress.com/vdcfmxd0mw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته