کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

آلمان د افغان کډوالو د پناه غوښتنې انفرادي غوښتنلیکونه نه مني

16 عقرب 1401 ساعت 14:07

د آلمان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به دغه هیواد ته د افغان کډوالو د لیږد په اړه هیڅ فردي غوښتنه ونه منل شي او پناه غوښتونکي باید د مرسته کوونکو موسسو له لارې د پناه غوښتنې پروسه تعقیب کړي.


آوا: د آلمان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به دغه هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو د لیږد لپاره نوي انفرادي غوښتنلیکونه ونه منل شي.
 
د آلمان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د آلمان د حکومت څانګو د غوښتونکو انفرادي غوښتنلیکونه نه دي منلي، په مقابل کې یې هغه با صلاحیته څانګو او مؤسسو چې د آلمان له حکومت سره همکاري کوي، د هغوی یو لیست وړاندې کړ.
 
په نوې اعلاميه کې ويل شوي چې په لومړي پړاو کې به يوازې هغه افغانان ويستل کېږي چې مخکې يې د همکارو دفترونو او بنسټونو له لارې د جرمني حکومت ته خپلې غوښتنې سپارلې وي.
 
د آلمان حکومت ویلي دي: اوس مهال د آلمان د حکومت د رسمي دفترونو لکه د فدرالي حکومت د وزارتونو، په کابل کې د آلمان سفارت او یا د JIZ موسسې له لارې هیڅ نوې غوښتنې نه منل کیږي.
 
په اعلامیه کې آلمان ته د لیږد پروګرام لپاره غوښتونکو او مستحقو افغانانو ته خبر ورکول کیږي چې د آلمان له حکومت سره د همکارۍ هیڅ یوه څانګه نشي کولی د پیسو د ترلاسه کولو او د غوښتنلیک د پروسې په ترڅ کې د پیسو غوښتنه وکړي او غوښتونکي باید په دې ټکي خبر وي.
 
په همدې حال کې د جرمني حکومت د اکټوبر په ۱۷مه اعلان وکړ چې له افغانستانه د خطر سره مخامخ افغانانو د ایستلو لپاره یې نوی دوه کلن پلان پیل کړی چې له مخې به یې هره میاشت ۱۰۰۰ تنه له افغانستان څخه جرمني ته لېږدول کېږي.
 


د مطلب کود: 260653

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260653/آلمان-د-افغان-کډوالو-پناه-غوښتنې-انفرادي-غوښتنلیکونه-نه-مني

آوا
  https://www.avapress.com