کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقلیم د بدلون له امله د دوه ملیارد ډالرو د تاوان اعلان وکړ

17 عقرب 1401 ساعت 9:49

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اقلیم د بدلون په اړه نړیوالې غونډې ته چې د مصر په شرم الشیخ کې جوړېږي، په یوه ټوېټ کې ویلي چې افغانستان سږ کال د اقلیم د بدلون له امله دوه میلیارده ډالره زیان کړی دی.


آوا: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون دوشنبه (عقرب ۱۶) د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې د نړۍ د هېوادونو د اقلیمي بدلون غونډې ته غبرګون ښودلی دی.
 
بلخي وويل، د مصر په شرم الشيخ کې د اقليمي بدلون د ناستې ترسره کېدل په نړۍ کې د اقليمي بدلون ننګونې ته د حل لارې موندلو لپاره لومړى ګام دى.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د اقلیم بدلون سیاسي سرحدونه نه پېژني او د افغانستان په څېر هېوادونه چې د اقلیم د بحران په رامنځته کولو کې رول نه لري، د اقلیم د بدلون تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي او دا موضوع باید له پامه ونه غورځول شي.
 
بلخي ادعا وکړه چې سږ کال افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت زیانمن شوی دی.
 
د اقلیم د بدلون په اړه نړیواله غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د چین او امریکا په ګډون څو مهم صنعتي هیوادونه په نړۍ کې د کاربن له سترو تولیدونکو هیوادونو څخه دي او د نړیوال اقلیم د بدلون په برخه کې مهم رول لوبوي.
 


د مطلب کود: 260674

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260674/د-افغانستان-بهرنیو-چارو-وزارت-اقلیم-بدلون-له-امله-دوه-ملیارد-ډالرو-تاوان-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com