کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ سیلو په کار پيل وکړ

17 عقرب 1401 ساعت 10:15

د افغانستان د مرکزي سیلو مشر د شهر مزار شریف د سیلو د ډوډۍ پخولو د برخې د بیا پیلیدو اعلان وکړ او ویې ویل چې د دغې برخې د فعالیت بیا پیل د چارواکو د ۲۴ ساعته هڅو پایله ده.


آوا - مزارشریف: په بلخ ولایت کې د سیلو د ډوډی برخې له څلور لسیزو ځنډ وروسته د افغانستان د صنایعو د مرکزي رئیس او د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې په کار پیل وکړ.
 
د افغانستان د مرکزي سیلو مشر مولوي نصرت منصور چې د بلخ ولایت د سیلو د بیکري څانګې د بیا پرانیستلو په مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل: په مزارشریف کې د سیلو د ډوډي څانګې بیا فعالول د د اسلامي امارت د مسؤلینو د کار پایله ده.
 
هغه زیاته کړه: دا سکټور له څه باندې څلورو لسیزو اوږده وقفې وروسته بېرته فعال شوی چې د پرمختګ لپاره یې د پرسونل قراردادونو په برخه کې د دولتي ارګانونو همکارۍ ته اړتیا ده.
 
ده په دوام کي وويل: رئیس الوزرا دولتي ارګانونو ته امر کړى دى چې له دولتي سیلوګانو څخه خپله قراردادي ډوډۍ ترلاسه کړي او ډير ژر به په ټول افغانستان کې ټولې سیلوګاني فعاله شي. د افغانستان په سیلو کې د غنمو زیاته اندازه زیرمه شوې او دا د هیواد یو له مهمو ظرفیتونو څخه دی.
 


د مطلب کود: 260681

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260681/د-بلخ-سیلو-په-کار-پيل-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com