کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرزی: پاکستان شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال نیولي دي

17 عقرب 1401 ساعت 11:43

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي اعلان کړی، چې پاکستان د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال بندیان کړي دي.


آوا: د کرزي په وینا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
 
پرون (دوشنبه،عقرب ۱۶)، حامد کرزي له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت پر دغه چلند خواشیني څرګنده کړه او له دغه هېواده یې وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو معیارونو او بشري حقونو له مخې په سالمه او مناسبه توګه چلند وکړي.
 
نوموړي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو هم غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د ښه ژوند شرايط برابر کړي او د هغوى له حقونو څخه دفاع وکړي.
 
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
په تېر کې هم پاکستاني پولیسو څو ځلې افغان کډوال نیولي دي. په ځینو مواردو کې، د دې لامل د سفر د اسنادو نشتوالی دی.
 


د مطلب کود: 260692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260692/کرزی-پاکستان-شاوخوا-۱۱۰۰-افغان-کډوال-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com