کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا د ککړتیا له امله د تنفسي ناروغیو زیاتوالی

18 عقرب 1401 ساعت 14:11

د هوا ککړتیا په هیواد کې تنفسي ناروغۍ زیاتې کړي دي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اقلیم بدلون په هېواد کې تنفسي ناروغۍ زیاتې کړي دي.
 
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال محمد حسن غیاثي په وینا، هر کال په کابل کې شاوخوا ۲۲۸۷ کسان د تنفسي ناروغیو په ځانګړې توګه د هوا د ککړتیا له امله مري.
 
ویل کیږي چې په تیرو څلویښت کلنو جګړو کې د بیلابیلو وسلو کارول او په ژمي کې د کورونو د تودوخې لپاره د ډبرو سکرو ډیر کارول او د اوبو رسولو د یوې مناسبې شبکې او مناسب کانالیزاسیون نشتوالي د هیواد اقلیم سخت زیانمن کړی دی. دا کار د هیوادوالو روغتیا ته زیان رسولی او هیواد یې ډیر زیانمن کړی دی.
 


د مطلب کود: 260761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260761/د-هوا-ککړتیا-له-امله-تنفسي-ناروغیو-زیاتوالی

آوا
  https://www.avapress.com