کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳۵ ماشومان وژل شوي، انګلستان ۶۴ قضیې تصویب کړې

19 عقرب 1401 ساعت 9:58

د برتانیې پوځ په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې د ۶۴ ماشومانو په وژلو اعتراف وکړ. په داسې حال کې چې د پوځي تاوتریخوالی پر وړاندې د عمل سازمان شمېرې وايي، په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۱۳۵ ماشومان وژل شوي دي.


آوا: په لندن کې میشت د پوځي تاوتریخوالی پر وړاندې د مبارزې مؤسسې چې د څیړنو او قضیو په برخه کې کار کوي، پرون (چهارشنبه، عقرب ۱۸) په یوه راپور کې ادعا کړې چې د تاوتریخوالي په پایله کې شاوخوا ۱۳۵ ماشومان وژل شوي دي. په افغانستان کې د برتانوي پوځيانو په عملياتو کې له ٢٠٠٧ کال راهيسې وژل شوي دي. خو د دغو قربانيانو کورنيو ته د خسارې د ورکړې په اړه د برتانوي پوځ معلومات يوازې ٦٤ پېښې تاييدوي.
 
دا احصایه په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې مخکې د بریتانیا حکومت د شاوخوا ۱۶ افغان ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
 
د پوځي تاوتریخوالی پر وړاندې د مبارزې سازمان ویلي، چې هوايي عملیات او په جګړو کې ښکېلېدل د دغو تلفاتو اصلي لامل وو.
 
د دغه راپور له مخې، د هغو ۸۸۱ قضیو له ډلې څخه چې ادعا شوې د برتانوي ځواکونو له خوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي، یوازې د څلورمې برخې تاوان ورکړل شوی دی. د برتانیې د دفاع وزارت د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ۲۸۹ ملکي افغانانو د وژل کېدو په بدل کې ټولټال ۶۸۸۰۰۰ پونډه ورکړي دي.
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو شمېرې ښیي چې له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د هوايي بمباریو له امله لږ تر لږه ۷۸۵ ماشومان وژل شوي او ۸۱۳ ماشومان ټپیان شوي، دا په دې معنی دي چې د ټولو ملکي تلفاتو ۴۰ سلنه ماشومان تشکیلوي.
 


د مطلب کود: 260782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260782/په-افغانستان-کې-د-برتانوي-ځواکونو-عملیاتو-۱۳۵-ماشومان-وژل-شوي-انګلستان-۶۴-قضیې-تصویب-کړې

آوا
  https://www.avapress.com