کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه

21 عقرب 1401 ساعت 11:19

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته وکړي. نوموړي دغه راز د لويديځ او امريکا له خوا د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه او دغه هېواد ته يې د بشري مرستو پر سياسي کولو نيوکه وکړه.


آوا: په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو متحد او قوي دریځ غوره کړي.
 
هغه وويل، ملګري ملتونه بايد د افغانستان د شتمنيو د بندولو لپاره کار وکړي او په تېرو دوو لسيزو کې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د جنايي کړنو په اړه څېړنې ګړندۍ کړي.
 
جانګ پر دې ټينګار وکړ چې د افغانانو راتلونکی بايد په خپل لاس کې وي او افغانان يې وهڅول چې له شرايطو سره سم د خپل هېواد د پرمختګ لپاره لاره ومومي.
 
هغه افغانستان ته د بشري مرستو د سیاسي کولو غندنه هم وکړه.
 
جانګ وويل، هېواد به يې له نړيوالې ټولنې سره د سيمه ييزو همکاريو او اړيکو د پياوړتيا لپاره همکاري پياوړې کړي.
 


د مطلب کود: 260847

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260847/چین-له-افغانستان-سره-د-نړیوالې-ټولنې-مرستو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com