کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیګار: افغانان د خوراکي توکو سپما ته مخه کړي

21 عقرب 1401 ساعت 16:08

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د یوه راپور په خپرولو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب بللی دی. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د هېواد په میلیونونو وګړو د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د خوراکي توکو سپما ته مخه کړي ده.


آوا: دغه اداره نن شنبه (عقرب ۲۱) په یوه راپور کې ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې د بشري مرستو سربیره په افغانستان کې د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب دی.
 
د دغه سازمان د اعلامیې پر بنسټ، شاوخوا ۲۴.۴ میلیونه افغانانو د خوراکي توکو له بحران سره د مقابلې لپاره راشن یا خوراکي توکي کم کړي دي.
 
سیګار زیاته کړي چې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته د وچکالۍ، د خوراکي توکو د بیو لوړوالي، د بانکي سیستم نه شتون او د کاري فرصتونو نشتوالي د کورنیو پر مالي امکاناتو منفي اغیز کړی دی.
 


د مطلب کود: 260859

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260859/سیګار-افغانان-د-خوراکي-توکو-سپما-ته-مخه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com