دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 260915
امریکايي ځواکونه قطر ته د نړیوال جام د امنیت د برابرولو په موخه راورسېدل
امريکايي ځواکونه نن (يکشنبه، عقرب ۲۲) د نړيوال جام د امنيت د برابرولو په موخه د قطر پلازمېنې ته راورسیدل.
افغان غږ خبری آژانس: امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۲ نړیوال جام د امنیت د تامین په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته رارسیدلي دي.
 
د الخلیج الجدید د راپور له مخې، د قطر د دفاع وزارت پرون (شنبه، عقرب ۲۱) ټینګار وکړ چې د امریکايي پوځیانو راتګ د ګډو همکاریو د هغه تړون یوه برخه ده چې دغه وزارت له دوستو هېوادونو سره لاسلیک کړی دی.
 
په تېرو ورځو کې د انګلستان، ترکیې او ایټالیا په ګډون د ۱۳ هېوادونو امنیتي ځواکونه د فوټبال د نړۍ د سترې سیالۍ د امنیت په ټینګښت کې د ګډون په موخه قطر ته ورسېدل.
 
https://avapress.com/vdcizuarwt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته