کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

آخندزاده: پر مجرمینو باید شریعت تطبیق شي

23 عقرب 1401 ساعت 10:03

د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله آخندزاده د هیواد له یو شمیر قاضیانو سره په کتنه کې وویل چې د غلو، اختطافګرو او فتنه ګرو دوسیې دې په دقت سره وڅیړي او شرعي احکام دې پلي کړي.


آوا - کابل: د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه (عقرب ۲۲) اعلان کړی چې د اسلامی امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د هېواد له یو شمېر قاضیانو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې داسلامي امارت مشر وویل: د غلو، اختطافګرو او فتنه ګرو دوسيې په دقت سره وڅېړئ او شرعي احکام پلي کړي.
 
هغه وويل، د مجرمينو دوسيې بايد د شريعت د حکم پر بنسټ په دقت سره وڅېړل شي.
 
د اسلامي امارت مشر تاکید وکړ چې د مجرمینو په قضیو کې د «انتقام» د حکم په ګډون ټول شرعي شرایط باید پلي شي، ځکه دا شرعي حکم دی چې باید عملي شي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت مشر تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي.
 


د مطلب کود: 260923

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260923/آخندزاده-پر-مجرمینو-باید-شریعت-تطبیق-شي

آوا
  https://www.avapress.com