دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 260924
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې چاودنه وغندله
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یو پیغام په خپرولو سره د ترکیې د استانبول ښار په تقسیم ځلور لاري کې چاودنه په کلکه غندلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په یوه ټوېټ کې لیکلي چې اسلامي امارت د ترکیې له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي او ډاډګیرنه شریکوي.
 
د وروستیو راپورونو له مخې، د ترکیې د استانبول ښار په تقسیم څلور لاري کې پرون ماښام (یکشنبه، عقرب ۲۲) د چاودنې له امله ۶ تنه مړه او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
 
ځینو رسنیو دا هم لیکلي، چې د استانبول په مرکز تقسیم څلورلارې کې د چاودنې له امله ۸۱ تنه ټپیان شوي، چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
 
ځینو ترکي رسنیو د ترکیې په تقسیم څلور لاري کې د بریدګر عکس ښودلی او د پولیسو له خوا د مشکوک کس د نیولو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه ښځه د دغې چاودنې عامل پیژندلې ده.
 
https://avapress.com/vdciruar5t1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته