کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد: د کابل ښار په پنځلسمه حوزه کې د داعش یو پټنځای له منځه وړل شوی

23 عقرب 1401 ساعت 10:53

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار په پنځلسمه حوزه کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش یو پټنځای له منځه وړی دی.


آوا - کابل: مجاهد په یوه ټویټ کې ویلی چې دغه عملیات (شنبه، عقرب ۲۱) د ۵۰۰ فامیلی په سیمه کي ترسره شوی دی. ویل کېږي چې تېره شپه له دې سیمې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
 
مجاهد وايي چې په دې عملیاتو کې د داعش پنځه غړي هم وژل شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کسان د يوې مهمې شبکې غړي وو، چې په کابل ښار کې يې په وړو چاودنو کې لاس درلود او غوښتل يې پراخ تخريبي فعاليتونه ترسره کړي.
 
داسلامي امارت وياند وويل په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او چاوديدونکي توکي هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
 
په داسې حال کې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې د پټنځایونو د له منځه وړلو خبره کوي، دغې ډلې د کاج پر ښوونځي د برید په ګډون د څو وروستیو خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.
 


د مطلب کود: 260928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260928/مجاهد-د-کابل-ښار-په-پنځلسمه-حوزه-کې-داعش-یو-پټنځای-له-منځه-وړل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com