کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما د حکومت په اداره کې د پخوانیو سیاستوالو د ونډې غوښتنه وکړه

23 عقرب 1401 ساعت 12:00

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره وکتل. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو سازمان استازي د ټولو افغانانو د حقونو پر ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل، هغه افغان سیاستوال چې هېواد ته راستانه شوي باید په نظام کې برخه واخلي.


آوا: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم له وزیر شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ټینګار کړی چې هغه کسان چې افغانستان ته راستانه شوي دي. باید په نظام کې ونډه ولري.
 
نن دوشنبه (عقرب ۲۳) یوناما په خپل ټوېټر لیکلي چې ټول هغه افغانان چې هېواد ته راستانه شوي باید د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.
 
یوناما زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د کانونو د سکټور او د "افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون" د فعالیتونو په اړه خبرې وشوې.
 
په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي هم د ټولو هغو افغانانو د حقونو پر خوندي کولو ټینګار کړی دی چې هېواد ته ستنېږي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزیر هم په بهر کې میشتو افغانانو سره د تماس د کمیسیون مشري په غاړه لري او تر اوسه د دغه کمیسیون په بلنه سلګونه پخواني سیاستوال او چارواکي هیواد ته راستانه شوي دي.
 


د مطلب کود: 260932

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260932/یوناما-د-حکومت-په-اداره-کې-پخوانیو-سیاستوالو-ونډې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com