دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 260943
کارپوهان: امریکايي مرستې باید د اسلامي امارت له لارې مصرف کړل شي
په ورته وخت کې چې د هېواد یو خصوصي بانک ته د ۴۰ میلیونو ډالرو مرستې بسته رسېدلې، اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې دا پیسې باید د «اسلامي امارت» له لارې مصرف کړل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امریکا متحدو ایالتونو په تېرو پنځلسو میاشتو کې د بشردوستانه مرستو تر سرلیک لاندې شاوخوا یو میلیارد او ۶۳۳ میلیونه ډالره د افغانستان نړیوال بانک ته استولي دي.
 
دغه مرستې چي ۴۰ میلیونو ډالره يي په ۱۷ کڅوړو او د ۳۲ میلیونو ډالره يي په ۳۰ کڅوړو کې افغانستان ته رسېدلې دي.
 
د اقتصادي چارو پوهان دې ته په اشارې سره چې تر اوسه د دې پیسو د کارولو په اړه کوم راپور نشته او په ځینو سیمو کې په خلکو باندې خرابې او بې کاره خوراکي توکي وېشل شوي، ټینګار کوي چې دا پیسې باید د مرستو پر ځای د دولتي چارواکو له لارې پر اړو کسانو وویشل شي.
 
عبدالنصیر رشتیا؛ دغه اقتصادي فعال د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چې د امريکا له خوا د هېواد د بهرنيو اسعارو له زېرمو نهه اعشاريه پنځه ميليارده ډالره نه دي وتلي او د بشري مرستو تر نامه لاندې څلوېښت ميليونه ډالره کڅوړې افغانستان ته لېږل کېږي.
 
رشتيا زياته کړه چې د دغو کڅوړو د ليږلو موخه د افغانستان د اقتصادي سقوط او دغه راز په دغه هېواد کې د بشري ناورين د رامنځته کېدو مخنيوى وکړى.
 
د رشتيا د څرګندونو پر بنسټ، د امريکا له خوا لګول شوي بنديزونه د دې لامل شوي، چې په افغانستان کې اقتصادي فعاليتونه تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېږي او خلک يې هم له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ کړي.
 
خو هغه ټینګار وکړ، غوره ده چې دغه مرستې د مرستندویه بنسټونو پر ځای د «اسلامي امارت» له لارې پر اړمنو کسانو وویشل شي.
 
رشتيا څرګنده کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې مرستندويه ادارو او مرستندويه ټولنو په ميليونونو ډالر اختلاس کړي او د حساب ورکولو لپاره يې زړه نه ښه کوي. دغه راز ورکړل شوې مرستې هېڅ اغېز نه لري او د اړمنو کسانو پر ځای پر نورو وېشل شوې دي.
 
خو نوموړي په ډاګه کړه، چې اسلامي امارت د افغانستان د اوسني حکومت په توګه د زیانمن شویو کسانو د پېژندلو وړتیا لري او له دغو مرستو څخه د استفادې په برخه کې هم حساب کېږي.
 
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې څرګنده کړه چې افغانستان ته استول شوې کڅوړې د هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې نه دي، بلکې د امریکا د مرستو پیسې دي چې د ملګرو ملتونو له لارې په افغانستان کې کارول کېږي.
 
هغه دا هم وويل چې د افغانستان او امريکا اړيکې په خپل لومړي پړاو کې پاتې دي او تر څو چې امريکا او يا ناټو ملګرو ته له افغانستان څخه کوم خطر نه وي، اړيکې به همداسې وي.
 
فرهادي په داسې حال کې دې ته اشاره وکړه چې د نړۍ له خوا د افغانستان د پيژندلو موضوع لا نه ده راپورته شوې. ځکه طالبانو له خلکو سره په خپلو معاملو کې کوم جدي بدلون نه دی ښودلی.
 
په ورته وخت کې د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د یکشنبې په ورځ (عقرب ۲۲) هېواد ته د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو نغدي بسته راورسېده.
 
تېره اوونۍ د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه کڅوړې کابل ته راورسېدې. د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه مرستې له افغانستان سره د بشري مرستو د یوې برخې په توګه د کابل په یوه سوداګریز بانک کې پرتي دي.
 
تر اوسه د دغو مرستو د کارولو په اړه معلومات نشته او تر اوسه یې څومره کارول شوي دي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، دغه مرستې په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوي او طالبانو ته به نه ورکول کېږي.
 
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ کنګل شوې او نړیوالو بانکونو ته د حکومت لاسرسی بند شو. دغه محدودیت د مایعاتو د بحران لامل شو او د افغانستان د ملي اسعارو ارزښت کې د چټک کمښت لامل شو.
 
https://avapress.com/vdcjxye8tuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته