دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 261016
د اسلامي امارت ځواکونه او د پاکستان پوځ یو ځل بیا ښکیل شول
سیمه ییزو سرچینو ویلي، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو سرحدي ځواکونو له یو بل سره نښته کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه له یو بل سره نښتې شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس - نظامي سیاسی خبری آژانس: یوې سرچینې ډیلی نیوز ورځپاڼې ته ویلی، چې نښته تېره ورځ مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د «خرلاچی» دروازې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نښته نن ماښام له څو ساعتونو وروسته پاى ته ورسېده او تر اوسه د جګړې دواړو غاړو ته د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
 
سرچينه زياتوي، چې اسلامي امارت هم پولې ته څېرمه تازه دمي سرتېري لېږلي دي.
 
تر اوسه د دې نښتې انګېزه نه ده څرګنده. د اسلامي امارت او پاکستان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
دوه ورځې وړاندې د کندهار په سپین بولدک کې د اسلامي امارت عسکرو له پاکستاني عسکرو سره نښته وکړه
 
په همدې حال کې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې چې پکې یو وسله وال کس چې د اسلامي امارت د ځواکونو پوښ یې اغوستی و، له نږدې څخه په پاکستاني عسکرو ډزې کوي. سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
 
پاکستان وايي چې دغه وسله وال کس د طالبانو غړی دی، خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه بریدګر نامعلوم وسله وال بللی او په دې برید یې خواشیني څرګنده کړې ده.
 
د مجاهد په وینا په دغه برید کې یو پاکستانی سرتیری هم وژل شوی دی.
 
په همدې حال کې په کندهار کې سرچینې وايي چې د پاکستان مرکزي چارواکو له طالبانو غوښتي چې هغه کس چې د هېواد پر پوله ساتونکو یې ډزې کړې وې، وسپاري.
 
د سرچينې په وينا، پاکستان ته د دغه کس سپارل د سپين بولدک د پولې د بيا پرانستلو لپاره د دغه هېواد شرط دى.
 
دغه لاره داسلامي امارت او دپاکستان دپوځيانو ترمنځ دتاوتريخوالي له امله تړل شوې وه او دپولې دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر بند پاتې دي .
 
https://avapress.com/vdcb88b50rhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته