دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 261023
د بدخشان والي په کندهار کې اسلامی امارت له مشر سره وکتل
د بدخشان والي او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو کندهار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې له ملا هبت الله آخندزاده سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس وایي: د بدخشان والي مولوي امان الدین منصور د اسلامي امارت له مشر ملا هبت الله آخندزاده سره لیدلي.
 
دبدخشان والي داسلامي امارت د مشر په شتون کې په بيلابيلو موضوعاتو لکه دفيض آباد ښار دبريښنا دبيې په ټاکلو او تطبيق ، دمرکزي ولايتي روغتون دجوړولو او په پاميرونو کې د ميشتو قومونو د ستونزو دحل په باب خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې ملا هبت الله اخندزاده د بدخشان له والي څخه د مننې ترڅنګ د نورو خدمتونو په ځانګړي ډول په امنیتي او ټولنیزو برخو کې د هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.
 
په دې سفر کې د بدخشان له والي سره د اطلاعاتو او فرهنګ، استناف څارنوالۍ، پوهنې، احصایې، د جرم ولسوالۍ امنیه قوماندان او د بهارک، کشم، کران او منجان ولسوالیو ولسوالانو ملتیا کوله.
 
https://avapress.com/vdcj8ve8tuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته