کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټبال د ځوانانو لوبډلې ازبکستان څخه ماته وخوړه

25 عقرب 1401 ساعت 16:30

د منځنۍ اسیا د فوټبال د ۱۴ کلنو ځوانانو د فوټبال د سیالیو په دوام کې د هېواد د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې په خپله دریمه لوبه کې ازبکستان څخه په یوه ګول ماته وخوړه.


آوا: نن چهارشنبه د عقرب ۲۵ مه د هېواد د فوټبال د ۱۴ کلنو ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د سیالیو په لړ کې په خپله دریمه لوبه کې له ازبکستان سره لوبه وکړه او یو پر صفر ماته وحوړه.
 
د افغانستان ملي لوبډلې په دې سیالیو کې په وروستیو دوو لوبو کې د ایران او ترکمنستان ملي ټیمونو ته د ۶ پواینټونو په ترلاسه کولو سره ماتې ورکړه.
 
د منځنۍ اسيا د ځوانانو د فوټبال د ټيمونو سيالۍ دوه اوونۍ مخکې په تاجکستان کې پيل شوې دي.
 


د مطلب کود: 261031

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261031/د-افغانستان-فوټبال-ځوانانو-لوبډلې-ازبکستان-څخه-ماته-وخوړه

آوا
  https://www.avapress.com