دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 261062
د بلخ د زعفرانو حاصلات ۳۰۰ کیلوګرامو ته رسېږي
په داسې حال کې چې د زعفرانو د حاصل فصل په نېږدې کېدو دی، د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ریاست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د زعفرانو ۳۰۰ کیلو ګرامه حاصلات راټول شي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: له هرات وروسته بلخ په هیواد کې د زعفرانو دوهم تولیدوونکی ولایت دی او سږ کال یې د زعفرانو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.
 
د بلخ د کرنې او اوبو لګونې ریاست د کرنې د ترویج رئیس محمد حسین عظیمي نن (پنجشنبه د لړم ۲۶مه) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال په بلخ کې پر ۱۲۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي.
 
د عظيمي په وينا، تېر کال په دغه ولايت کې ٢٠٠ کيلوګرامه زغفران توليد شوي وو، چې د سږ کال ٢٠ سلنه زياتوالى ښيي.
 
هر کیلو زعفران په کورنیو بازارونو کې له ۶۰ تر ۸۰ زره افغانیو پلورل کېږي او د بلخ د کرنې ریاست د شمېرو له مخې، د دغه ولایت په شولګر، دهدادي او دولت اباد ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کسان د زعفرانو په کښت بوخت دي.
 
عظيمي زياته کړه چې د بلخ زعفران ښه کيفيت لري. خو د دغه ولایت کروندګر د بازار له نشتوالي شکایت کوي.
 
د بلخ د کرنې ریاست د کرنې د ترویج رئیس له سوداګرو وغوښتل چې د دغه بوټي د صادراتو زمینه برابره کړي.
 
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، څو کاله وړاندې د دغه ولایت زعفران تر ډېره چین، هند، متحده عربي اماراتو او جرمني ته صادرېدل. دا نبات د خپل مادي ارزښت له امله د سرو زرو په نوم پیژندل کیږي.
 
په بلخ کې د زعفران کښت له ۲۰۰۷ کال کي راپیل شو. بزګران د کوکنارو د کرلو پر ځای زعفرانو ته مخه کړه. د کرنې ریاست لخوا یو شمیر بزګرانو په ځانګړې توګه ښځینه بزګرانو ته د زعفرانو د کښت او حاصل د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdccesqii2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته