دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 261113
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید منزوي نه شي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د "منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې" په غونډه کې وویل چې افغانستان باید منزوي نه شي.
افغان غږ خبری آژانس: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان خلک هیر نکړی.
 
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې په غونډه کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي.
 
ولادیمیر نورووف وویل، ټول شموله حکومتول، د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی او له ترهګرو سره د اړیکو پرې کول د نړیوالې ټولنې غوښتنې دي او ازبکستان هم د دې ملاتړی دی.
 
د "اروپايي ټولنې او منځنۍ اسيا" په غونډه کې، چې د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ٢٦مه جوړه شوې وه، د سيمې د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوريل هم حضور درلود.
 
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د ژمنو د عملي کولو په موخه له طالبانو سره د همغږۍ او خبرو لپاره د یوې بین الافغاني مذاکراتي ډلې پر جوړولو خبرې وشوې.
 
ازبکستان د دې ډلې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
 
ولادیمیر نوروف د افغانستان د انزوا او په یوه کرکه لرونکي هیواد باندې د بدلیدو د مخنیوي او د بشري وضعیت د حل لپاره د اقداماتو پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې همغږي هڅې وکړي او د دغه هیواد له خلکو سره عملي مرستې وکړي.
 
هغه دا هم وویل چې نننی افغانستان نه یوازې د ننګونو او ګواښونو سرچینه ده بلکې د فرصتونو سرچینه هم ده.
https://avapress.com/vdcjvve8tuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته