کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هندي چارواکي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمن دي

28 عقرب 1401 ساعت 12:08

د هند د حکومت چارواکو د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې په دریمه غونډه کښې وویل: افغانستان د ترهګرو ډلو د شتون له نظره د سیمې د هېوادونو لپاره یوه جدی ننګونه ده.


آوا - کابل: دغه دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان، پاکستان او چین پرته د ۴۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.

 
امیت شاه؛ د هند د حکومت د همکارۍ وزیر پرون (جمعه، عقرب ٢٧) د دغه هېواد په یوه نړیواله غونډه کې وویل: د طالبانو له واکمنۍ سره د افغانستان وضعیت بدل شوی دی.
 
هغه د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې د وزیرانو په دریمه غونډه کښې چې په هند کښې جوړه شوې وه وویل: د القاعدې او داعش زیاتیدونکی نفوذ د سیمې د امنیت لپاره ستره ننګونه رامینځته کړې ده.
 
د هغه په ​​وینا، د القاعدې ترڅنګ، په جنوبي اسیا کې د لشکر طیبه او جیش محمد په څیر سازمانونه د ترهګرۍ خپریدو ته دوام ورکوي.
 
هغه ټینګار وکړ چې موږ باید هیڅکله د ترهګرو خوندي پټنځایونه یا د دوی سرچینې له پامه ونه غورځوو.
 
د راپورونو له مخې دغه غونډه د نړیوالو پولیسو یا انټرپول په ګډون د شاوخوا ۷۵ هېوادونو او څو اړخیزو سازمانونو د ۴۵۰ استازو په حضور کې جوړه شوې وه.
 
بايد يادونه وشي، چې ګاونډي هېوادونه په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمن دي، چې د اسلامي امارت چارواکو تل ويلي، چې له افغانستان څخه به د سيمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ نه وي.
 
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي: اسلامي امارت د یوه مسؤل دولت په توګه یو ځل بیا ژمنه کوي چې هیڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د سیمې د ثبات پر ضد عمل وکړي.
 
اسلامي امارت نړۍ ته ډاډ ورکړی چې د تروریستي ډلو او نشه یي توکو د قاچاق په وړاندې به لا جدي ګامونه پورته کړي.


د مطلب کود: 261124

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261124/هندي-چارواکي-په-افغانستان-کې-د-ترهګرو-ډلو-له-شتون-څخه-اندېښمن-دي

آوا
  https://www.avapress.com