دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 261124
هندي چارواکي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمن دي
د هند د حکومت چارواکو د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې په دریمه غونډه کښې وویل: افغانستان د ترهګرو ډلو د شتون له نظره د سیمې د هېوادونو لپاره یوه جدی ننګونه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان، پاکستان او چین پرته د ۴۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.
 
امیت شاه؛ د هند د حکومت د همکارۍ وزیر پرون (جمعه، عقرب ٢٧) د دغه هېواد په یوه نړیواله غونډه کې وویل: د طالبانو له واکمنۍ سره د افغانستان وضعیت بدل شوی دی.
 
هغه د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې د وزیرانو په دریمه غونډه کښې چې په هند کښې جوړه شوې وه وویل: د القاعدې او داعش زیاتیدونکی نفوذ د سیمې د امنیت لپاره ستره ننګونه رامینځته کړې ده.
 
د هغه په ​​وینا، د القاعدې ترڅنګ، په جنوبي اسیا کې د لشکر طیبه او جیش محمد په څیر سازمانونه د ترهګرۍ خپریدو ته دوام ورکوي.
 
هغه ټینګار وکړ چې موږ باید هیڅکله د ترهګرو خوندي پټنځایونه یا د دوی سرچینې له پامه ونه غورځوو.
 
د راپورونو له مخې دغه غونډه د نړیوالو پولیسو یا انټرپول په ګډون د شاوخوا ۷۵ هېوادونو او څو اړخیزو سازمانونو د ۴۵۰ استازو په حضور کې جوړه شوې وه.
 
بايد يادونه وشي، چې ګاونډي هېوادونه په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښمن دي، چې د اسلامي امارت چارواکو تل ويلي، چې له افغانستان څخه به د سيمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ نه وي.
 
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي: اسلامي امارت د یوه مسؤل دولت په توګه یو ځل بیا ژمنه کوي چې هیڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د سیمې د ثبات پر ضد عمل وکړي.
 
اسلامي امارت نړۍ ته ډاډ ورکړی چې د تروریستي ډلو او نشه یي توکو د قاچاق په وړاندې به لا جدي ګامونه پورته کړي.
https://avapress.com/vdcb58b5arhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته