دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 261125
قطر د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه وښوده
په ملګرو ملتونو کې د قطر درېیم سرمنشي ویلي، هېواد یې په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دی، په هېواد کې سولې، سوکالۍ او ثبات ته ژمن دی.
افغان غږ خبری آژانس: په ملګرو ملتونو کې د قطر د ماموریت دریم سکرتر شیخ جاسم عبدالعزیز الثاني د دغه سازمان امنیت شورا ته وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره د بشري، اقتصادي، امنیتي او بشري حقونو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.
 
الثاني د اسلامي امارت له حکومت څخه وغوښتل چې د دوحې د موافقې د عملي کولو لپاره خپل ښه نیت وښيي او د نړیوالې ټولنې په تېره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري حقونو په برخو کې د نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
 
له تېرو پنځلسو میاشتو راهیسې د اسلامي امارت حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه نه ده ورکړې، چې دا کار د نړیوالو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
https://avapress.com/vdccisqip2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته