دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 261129
ټاکل شوې چې سږ کال د فوټسال ملي سیالۍ په کابل کې ترسره شي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې مشر وايي، د هېواد د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ډسمبر په میاشت کې پیلېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمیټې رئیس سید داود شاه مرتضوي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د هیواد د ۱۰ غوره ټیمونو ترمنځ د فوټسال ملي ټورنمنټ به په کابل کې ترسره شي.
 
د ښاغلي مرتضوي دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې وه د هېواد د فوټسال ملي ټورنمنټ درې میاشتې مخکې ترسره شي، خو د فوټسال کمېټې مشر په ټاکلي وخت د دغه ټورنمنټ د نه ترسره کېدو لامل د بودیجې نشتوالی بولي او وايي. د بانکي ستونزو له امله د فوټسال ملي ټورنمنټ لغوه شو او هیواد به په خپل ټاکلي وخت ترسره نه شي.
 
 
مرتضوي په دې خبرې سره چې د فوټسال کمېټه توانېدلې چې په يو کال کې څو کورني او بهرني سيالۍ په لاره واچوي او ويې ويل: د فوټسال ملي سياليو لپاره د کلبونو او د فوټسال کمېټې بشپړ چمتووالى نيولى دى.
 
 
ده دغه راز ټينګار وکړ چې په ملي ټيم کې د لوبغاړو د انتخاب لپاره په بيلابيلو ولايتونو کې د زون مسوولين مشخص شوي او هغوى له ولايتونو او هم له ايران څخه ښه لوبغاړي وپېژني او د فوټسال کمېټې ته يې معرفي کړي.
 
باید وویل شي، چې سید داوودشاه مرتضوي له یوه کال راهیسې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې د رئیس په توګه دنده ترسره کوي. له دې وړاندې دين محمد صافي د افغانستان د فوټسال کمېټې مشر و او ډېر وخت يې له انګلستان څخه رهبري کوله او څو څو ځله په مالي فساد تورن شوى دى.
https://avapress.com/vdcgxq9xyak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته