کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکې ادارې له کډوالو سره د ترکیې پر چلند سختې نیوکې کړې دي

28 عقرب 1401 ساعت 15:23

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې په ترکیه کې د کډوالو د حقونو د سرغړونې په اړه یو راپور خپور کړی چې ویلي یې دي، ترکیې څخه د افغانانو په ګډون زرګونه کډوال په زوره ایستل شوي دي.


آوا: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې د تېرې جمعې په ورځ (عقرب ٢٧) یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د ترکیې حکومت د څه باندې ۴۵ زره افغان اتباعو شړل تایید کړي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې دا شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته، د ترکیې حکومت لسګونه زره افغانان له خپلو پولو ایستلي او یا یې د پناه غوښتنې غوښتنې ته له پام پرته په مستقیم ډول افغانستان ته استولي دي.

د دې راپور د چمتو کولو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې له خوا د ګڼو کسانو د مرکو د څرګندونو له مخې، دوی ویلي چې ترکي چارواکو لږ تر لږه یو ځل له رسمي اجراتو او د بیا ځای پر ځای کېدو له کوم فرصت پرته هغوی شاته وغورځول.

په همدې حال کې د ترکیې د کډوالی ادارې (PMM) ویلي دي چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر تر ۲۰مې نیټې پورې دغه هیواد ته د ۲۳۸۴۴۸ غیر قانوني مهاجرینو د ننوتلو مخه نیول شوې ده چې ښايي رسمي شمیرې د اصلي ارقامو څخه ټیټ وي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي: "د مهاجرینو دا ډول بیرته ستنول د بشري حقونو له یو شمیر نورمونو څخه سرغړونه کوي، په شمول د بشري حقونو په اړه د اروپا د کنوانسیون له مخې د ډله ایز اخراج منع کول، د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق له مخې د عادلانه محاکمې حق، او د ١٩٥١ کنوانسیون لاندې د مهاجرینو د نه بیرته ستنولو اصول، کوم چې هغه ځایونو ته د خلکو بیرته ستنیدل منع کوي چیرې چې د دوی ژوند یا آزادي له ګواښ سره مخ وي.

د دغه رپوټ له مخې یوازنی پناه غوښتونکی چې د ایران او ترکیې په پوله کښې د ترکیې له پوله ساتونکو سره مخامخ شوی، وهل شوی او ټکول شوی دی. همداشان د ترکیې د پوله ساتو اجنټانو په هغو پناه غوښتونکو چې د ترکیې او ایران ترمنځ د پولې نه د تیریدو په هڅه کې وو ډزې کړي دي.

په دغه رپوټ کې د شړل شویو کسانو د یوې ډلې په حواله ویل شوي چې ترکي چارواکو هغوی په لاسونو سره د استانبول هوايي ډګر ته بوتلل او په داوطلبانه توګه د ستنیدو په کاغذونو یې د ګوتو نښانونو ته اړ کړل. د دغه رپوټ له مخې هغو کسانو چې له لاسلیک کولو یې ډډه کوله وهل ټکول شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د پناه غوښتونکو په اخراج کې ډراماتیک زیاتوالی "شاید تر یوې اندازې د کډوالو او مهاجرینو په وړاندې د ترکیې د خلکو د مخالفت له امله وي."

په دغه راپور کې د بشري حقونو د څار ادارې د ترکیې پر حکومت غږ کړی چې سمدستي دې له خپلې خاورې او پولو د کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي، په پولو دې ډزې بندې کړي او هغه افسران محاکمه کړي چې غیر قانوني کړنې کوي.

دغه سازمان همداراز له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو او نورو هېوادونو څخه غوښتي، چې ترکيه دې د افغان کډوالو او نورو هېوادونو لپاره د خوندي دريم هېواد په توګه ونه ګڼي. ځکه چې ترکي چارواکي پناه ته د لاسرسي مخه نیسي، بې ځایه شوي خلک بیرته ستنوي چې ممکن کډوال وي، او د مهاجرینو او خلکو سره نور ناوړه چلند کوي چې د نړیوال خوندیتوب په لټه کې دي.

په ترکیه کې د افغانانو په ګډون له کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې راپور په داسې حال کې خپریږي، چې څو اونۍ وړاندې د یونان پولیسو داسې عکسونه خپاره کړل او ویې ویل، چې ترکیې شاوخوا سل کډوال د یونان پولو ته بربنډ کړي دي.


د مطلب کود: 261141

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261141/د-ملګرو-ملتونو-بشري-حقونو-څارونکې-ادارې-له-کډوالو-سره-ترکیې-پر-چلند-سختې-نیوکې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com