کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله لس تنه مړه او ټپيان شوي

29 عقرب 1401 ساعت 9:27

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د پلخمري - دوشي پر سړک د کلګي په سیمه کې د دوو موټرونو د ټکر له امله درې تنه مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.


آوا: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی آوا ته وویل چې دغه پیښه پرون مازدیګر ۵ بجې د دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوه. په پېښه کې درې تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې درې نارينه، دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
 برهاني وويل، چې د دې پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او د ټپيانو روغتيايي حالت هم ښه دى.
 
د بغلان لویه لاره، چې شمال له مرکز سره نښلوي، د هېواد یو له خونړیو لارو څخه ده، چې تل د ترافیکي پېښو شاهده وي.
 


د مطلب کود: 261152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261152/په-بغلان-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-لس-تنه-مړه-او-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com