دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 261152
په بغلان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله لس تنه مړه او ټپيان شوي
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د پلخمري - دوشي پر سړک د کلګي په سیمه کې د دوو موټرونو د ټکر له امله درې تنه مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د پولیسو ویاند شیر احمد برهانی افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه پیښه پرون مازدیګر ۵ بجې د دوه مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوه. په پېښه کې درې تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې درې نارينه، دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
 برهاني وويل، چې د دې پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او د ټپيانو روغتيايي حالت هم ښه دى.
 
د بغلان لویه لاره، چې شمال له مرکز سره نښلوي، د هېواد یو له خونړیو لارو څخه ده، چې تل د ترافیکي پېښو شاهده وي.
 
https://avapress.com/vdccpsqii2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته