دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 261153
سږ کال ۷۵۰ فلسطینی ماشومان نیول شوي دي
صهیونیسټي رژیم د روان کال له پیله تراوسه ۷۵۰ فلسطینی ماشومان نیولي دي. د فلسطین د حقوقي مرکزونو د راپور له مخې په دغو ماشومانو کې زیاتره یې د اسرائیلي پوځیانو له خوا د توقیف پر مهال له فزیکي او روحي شکنجو سره مخامخ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د نومبر له شلمې نیټې سره سمون خوری، د فلسطین د بندیانو کمیټه اعلان کړی چې یو شمیر دغه ماشومان د اسرائیلی پوځیانو له خوا د بندیانو په توګه ژوبل شوی دی.
 
اوس مهال ۱۶۰ ماشومان دصهیونیسټ رژیم په زندانونو کښې بندیان دی او له دغو ماشومانو څخه ۵ تنه په موقتی توقیف کښې دی .
 
په دغه راپور کې ویل شوي چې دغه ماشومان د عفر، مجدو او الدامون په زندانونو کې بندیان دي، چې په دوی کې درې تنکي نجونې چې فهد حماد (۱۶ کلن)، زمزم القواسمه (۱۷ کلن) او جنت زیدات (16 کلن) د ال دامون په زندان کې بندیان دي.
 
صهیونیسټ رژیم له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې تراوسه څه دپاسه ۹۳۰۰ فلسطینی ماشومان بندیان کړی دی .
 
https://avapress.com/vdcdkf0xsyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته