کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت د صنعتي ښارګوټو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کوي

29 عقرب 1401 ساعت 9:51

د مزارشریف ښاروال وایي، د اسلامي امارت حکومت تل هغو سیمو ته چې صنعتي ښارګوټي موقعیت لري ځانګړې پاملرنه کوي او له سوداګرو او صنعتکارانو سره همکاري کوي او د یادو ښارګوټو د ستونزو د حل په موخه هر ډول وړاندیز مني.


آوا - بلخ: د مزارشریف ښاروال مولوی قدرت الله طارق د آوا له خبریال سره په مرکه کې د بلخ ولایت په صنعتی ښارګوټو کې د ښاروالیو د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه وویل: موږ تل د دغه ولایت په صنعتی ښارګوټو کې د ښاروالۍ د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مرسته کړې ده. هغو سیمو ته چې صنعتي ښارګوټي موقعیت لري ځانګړې او جدي پاملرنه او د مزارشریف د ولسوالیو او د سوداګرۍ خونې په همغږۍ سره د صنعتي ښارګوټو لویې ستونزې هوارې شوې.
 
ده وويل: ښاروالۍ له سوداګرو او صنعتکارانو سره په ځانګړې توګه د صنعتي ښارګوټو په برخه کې همکاري کوي او د يادو ښارګوټو د ستونزو د حل په موخه هر ډول وړانديزونه د ښار په بېلابېلو برخو کې منل کېږي.
 
د مزارشريف ښاروال زياته کړه، چې د بلخ د سيمه ييزې ادارې مشرتابه او ټول اړوند ارګانونه د صنعتي ښارګوټو د اسانتيا په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
 
نوموړي له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل، چې د بلخ ولايت په صنعتي ښارګوټو کې د اسانتياوو او غوره خدمتونو د رامنځته کولو په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه د مزارشريف ښاروالۍ ته راجع کړي، څو دغه رياست د دوی ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
 
له بلې خوا د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مطبوعاتي مسؤل خواجه اشرف څرګنده کړه: موږ د افغانستان د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ له وزارت سره د تاسیساتو د جوړولو او د اسفالتینګ په برخه کې مشورې کوو.
 
هغه وويل: "د مزارشريف ښاروال له موږ سره ژمنه کړې، چې د بلخ ولايت د صنعتي پارکونو په سړکونو کې به يو کيلو متره جغل واچوو او ډېر ژر به د صنعتي پارکونو په ځانګړي ډول د ستونزو په اړه څېړنه وشي. د دغو پارکونو سړکونه د شته ستونزو د حل په موخه جوړېږي."
 
په تېرو ديارلسو کلونو کې بلخ ولايت هم د نورو ولايتونو په پرتله نسبي امنيت لري، چې دې ولايت ته يې د پانګوالو او سوداګرو پام ځان ته اړولی دی. دغه ولايت د شمال له اقتصادي زون څخه بلل کېږي او ټول شمالي ولايتونه د خپل مصرف او توليد ډېره برخه له همدې ولايته اخلي او پلوري.
 


د مطلب کود: 261154

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261154/حکومت-د-صنعتي-ښارګوټو-ستونزو-حل-ته-ځانګړې-پاملرنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com