دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 261167
په افغانستان کې د رسنیو د محدودیت په اړه د رسنیو د آزادۍ د نړیوال ایتلاف ادعا بې بنسټه ده
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو مرستیال د رسنیو د آزادۍ په نړیوال اتحاد کې د افغانستان د غړیتوب د لغوه کېدو په غبرګون کې په افغانستان کې د رسنیو د محدودیت په اړه د MFC ادعا بې بنسټه وبلله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین محقق فراهی پرون سه شنبه (عقرب ۲۸) په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلی: «د MFC ادعا چې رسنۍ تر ډېره محدودې دی او په افغانستان کې د دوی د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه شته بې بنسټه خبره ده.
 
د هغه په ​​وينا، په هېواد کې د رسنيو خپرونې په عادي ډول دوام لري او رسنيو ته د اسلامي ارزښتونو او افغاني دود له مخې د خپرونو اجازه ورکول کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د "MFC" يا د رسنيو د آزادۍ لپاره د ګډ نړيوال ائتلاف مسؤلينو جمعي ورځ (عقرب ٢٧) د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ: "د رسنيو د آزادۍ ايتلاف ته څرګنده ده، چې له بده مرغه په ​​افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ وضعيت خراب شوى او اوسنی وضعیت یو له جدي اندیښنو څخه دی."
 
د رسنیو د آزادۍ نړیوال ګډ ایتلاف اعلان کړی چې په دغه ایتلاف کې د افغانستان غړیتوب لغوه شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciqzaryt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته